د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر «ایس جې شنکر» ترمنځ نن د هند په پلازمېنه «نوي ډيلي» کې رسمي ناسته پیل شوه.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ناستې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، اقتصادي همکارۍ او سیمهییزو مسائلو په اړه بحث او د متقابل تفاهم پیاوړتیا ښودلې ده. د ويلو ده، دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د هند له لوړپوړي چارواکي سره په رسمي ډول مخامخ ناسته کوي.

