د هند د بهرنیو چارو وزیر «ايس جې شنکر» د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د دوه اړخیزې ناستې پر مهال ویلي، چې هند د افغانستان د اوبو د مدیریت او مهار په برخه کې له کابل سره همکاريو ته په بشپړ توګه ژمن دی.
شنکر په دې ناسته کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د جبري ستنېدونکو افغانانو «ژوند او وقار» د هند لپاره ډېر ارزښت لري. نوموړي ډاډ ورکړی، چې هند به د دغو کډوالو لپاره استوګنځي جوړ کړي او بشري مرستو ته به دوام ورکړی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له لوري د هند د «کانکېندنې» شرکتونو ته له بلنې هرکلی کړی او ژمنه يې کړې، چې هېواد یې د اقتصادي پانګونې او ګډو پرمختیایي پروژو د پیاوړتیا لپاره چمتو دی. بلخوا، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د هند د مثبتو دریځونو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی، چې افغانستان د سیمهییزو همکاریو او اقتصادي تعامل پر پراختیا باور لري.

