د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلو اړیکو ته په اشارې ویلي چې د هند او افغانستان ترمنځ به د سوداګرۍ پراختیا لپاره د هوایي دهلېزونو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
نوموړي نوي ډیلي کې هند مېشتو افغانانو او تجارانو سره په ناسته کې ویلي چې له افغانستان څخه هند ته د توکو صادرولو لپاره اوس وخت د پاکستان له لارې ستونزې شته، او په همدې خاطر به د کارګو پر زیاتوالي کار کېږي. مولوي امیرخان متقي همداراز ویلي د کارګو په زیاتوالي سره به د افغانستان توکي اسانه او ارزانه د هندوستان بازارونو ته رسېږي.