ډېر لوستل شوي

دوکتور محمد نعیم: افغانان د خپلو حقونو او ارزښتونو دفاع مشروع حق ګڼي

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال دوکتور محمد نعیم په کابل کې د چين له سفیر ژاو شینګ سره کتلي دي.

د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رئيس حافظ ضياءاحمد تکل وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، متقابل درناوي او د دايمي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي نعيم په دې ناسته کې د افغانستان او چين اړيکې ژورې او تاريخي بللې او همدارنګه يې د واحد چين د اصل پر ملاتړ ټينګار کړی دی.

محمد نعيم زياته کړې، چې اسلامي امارت د متوازن سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي او له هېڅ يو هېواد سره د بل هېواد پر ضد اړيکې نه پالي، خو که څوک د افغانستان پر حقونو او ارزښتونو تېری کوي، افغانان له خپلو حقونو او ارزښتونو دفاع خپل مشروع حق ګڼي.

د چین سفیر ژاو شینګ د اسلامي امارت د اصولي دریځ ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی چې چین د افغانستان ملي حاکمیت ته بشپړ درناوی لري او د دايمي همکاریو غوښتونکی دی. نوموړي زیاته کړې، ستونزې باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي، نه د جګړې له لارې.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په پای کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر لاپیاوړتیا ټینګار شوی دی.

اړوند خبرونه