ډېر لوستل شوي

د افغانستان او هند ترمنځ سوداګريزې تبادلې يو ميليارد ډالرو ته رسېدلي

د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي وايي، د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه يو ميليارد ډالرو ته رسېدلې ده.

د هند د «ANI» خبري اژانس د راپور له مخې، مولوي متقي دا څرګندونې تېره ورځ په «نوي ډيلي» کې د هند د سوداګرۍ او صنايعو د خونې (FICCI) د يوې تعاملي ناستې پر مهال کړي دي.

ښاغلي متقي په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټينګېدو سره د اقتصادي همکاريو د پراختيا لپاره مناسب چاپېريال بللی دی او زياته کړې يې ده، په هېواد کې د يو شمېر هندي شرکتونو فعاليتونه پيل شوي او کابل هڅه کوي، چې له هند سره خپلې اقتصادي اړيکې لا پياوړې کړي.

مولوي متقي د خپلو څرګندونو په دوام کې د روغتيا، پوهنې، زېربناوو، لوژستیک، هوايي چلند، کرنې او بانکي چارو په برخو کې د همکارۍ پر پراخېدو ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د «FICCI» او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې ونډه د دغو اهدافو د تحقق لپاره ډېره مهمه ده.

بل لور ته، په دې ناسته کې هندي سوداګرو د ويزې د صدور ځنډ يادونه کړې او له اړوندو چارواکو يې د دغه خنډ د ژر لرې کولو غوښتنه کړې، څو د کابل او نوي ډيلي ترمنځ سوداګريز تګ ـ راتګ لا اسان شي.

ياده دې وي، چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي دا مهال د خپلې رسمي سفر پنځمه ورځ هم په هند کې تېروي.

اړوند خبرونه