ډېر لوستل شوي

سيمه‌ييز ثبات کې د پاکستان د حاکمې کړۍ رول د اندېښنې وړ بلل شوی

په چين کې د افغانستان سفير مولوي اسدالله بلال کريمي وايي، تر هغه چې په پاکستان کې حاکمه شریره کړۍ مهار نه شي، په دې هېواد او سيمه کې به ثبات رانه‌شي.

ښاغلي کريمي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي: “ياده کړۍ د سيمې د سولې او ثبات پر وړاندې د يوې سرطاني غدې په څېر ده، چې نه يوازې د پاکستان د خلکو ژوند يې اغېزمن کړی، بلکې د ټولې سيمې امنيت ته يې هم ګواښ پېښ کړی دی. “

افغان سفير زياته کړې، په پاکستان کې چې دغه کړۍ د مصنوعي پروژو تر شا ولاړه ده، د ترهګرۍ د خپرېدو، د داعش خوارجو د فعالېدو او د نشه‌يي توکو د کاروبار د پراختيا سبب ګرځېدلې ده. په چين کې د افغانستان سفير ټينګار کړی، چې دا کړۍ خپل ولس يرغمل کړی او پاکستان يې د خطرناکو لوبو په ميدان بدل کړی دی.

اړوند خبرونه