ډېر لوستل شوي

د ا.ا ویاند: افغان ځواکونو په سپین بولدک کې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان وژلي او د هغوی څو پوستې او زغره‌وال ټانګونه يې نيولي

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد وايي، چې نن سهار وختي یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د افغانستان پر خاوره د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي دي.

ښاغلی مجاهد وايي، په دې بريدونو کې ۱۲ تنه ملکي هېوادوال شهیدان شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

د مولوي ذبيح‌الله مجاهد په وينا، له برید وروسته افغان ځواکونه د خپلواک دفاعي غبرګون په توګه ځوابي بريد ته اړ شوي، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر پاکستاني پوځيان وژلي، د هغوی څو پوستې او مرکزونه نیول شوي، او یو شمېر وسلې او زغره‌وال ټانکونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

سرچينه زياتوي، چې جګړه د سهار شاوخوا تر اتو بجو پورې د افغان ځواکونو له لوري کنټرول شوې او اوس سیمه بشپړه د دوی تر واک لاندې ده. د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، افغان ځواکونه د لوړ مورال او پوره تیاري په حالت کې د خپلې خاورې، حریم او خلکو د دفاع لپاره ولاړ دي.

اړوند خبرونه