ډېر لوستل شوي

زلمی خلیل‌زاد: هند کې د مولوي اميرخان متقي تود هرکلی پاکستان ناارامه کړی

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته په هند کې د زده‌کوونکو، دولتي چارواکو او د دیوبند مدرسې له لوري تود هرکلی شوی دی.

خلیل‌زاد پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، دغه هرکلی نه یوازې د سیمې د علمي او ټولنیزو اړیکو څرګندونه کوي، بلکې دا چاره پاکستان او د هغه ملاتړي ناارامه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان او پاکستان باید د وروستیو پوله‌یزو نښتو د دوام د مخنیوي لپاره ډيپلوماسۍ ته مخه کړي، د کړکېچ له زیاتېدو ډډه وکړي، او د سیمې د ثبات په لور رغنده ګامونه پورته کړي.

اړوند خبرونه