د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د یاد وزارت له رییسانو، مرستیالانو او کارکوونکو سره د مسکو فارمټ د اوومې ناستې او له هغې وروسته هند ته د ترسرهشوي سفر په اړه ناسته کړې ده.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ تېره غونډه بېسارې بللې او په وینا یې چې هلته د روسیې، چین او نورو هېوادونو استازو د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات، د نهمداخلې، کنګلشویو شتمنیو د خلاصون، بشري مرستو، ګډو همکاریو او د افغانستان حاکمیت ته د درناوي په اړه مثبت دریځ درلود.
نوموړي همداراز ویلي له هغې وروسته هند ته د سفر په ترڅ کې یې له هندي پانګوالو سره د افغانستان د پانګونې په فرصتونو او د شته ستونزو پر حل خبرې کړې دي.
مولوي امیرخان متقي یو وار بیا ټینګار کړی چې افغانستان یو خپلواک نظام لري، متوازن سیاست تعقیبوي او د خپلو ملي ګټو پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

