ډېر لوستل شوي

پزيشکيان د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا د سیمې هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ بللې

د ایران ولسمشر مسعود پزيشکيان وايي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستۍ ترینګلتیا او اختلافات د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه د ايران لپاره د اندېښنې وړ ده.

نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په شپه د ایران د دولتي خبري اژانس «ایسنا» سره کړې او زياته کړې يې ده، چې تهران چمتو دی د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتریخوالي د کمېدو، د خبرو د پراختیا او د اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې وکړي.

پزيشکيان ټینګار کړی، چې کابل او اسلام‌اباد باید خپلې ستونزې د جګړې پر ځای د خبرو له لارې حل کړي.

هغه زیاته کړې، چې د اسلامي هېوادونو تر منځ اختلاف او شخړه د ملتونو غوښتنه نه ده، بلکې دا د دښمنانو او د صهیونيستانو د نړیوالو توطئو پایله ده.

د ایران ولسمشر دا هم ویلي، چې د سیمې مسلمان ملتونه، په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې ګډه رېښه او کلتور لري، د ایمان، تاریخ او فرهنګ له مخې له یو بل سره نه‌بېلېدونکي اړیکې لري.

ویل کېږي، د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستۍ پوځي ترینګلتیاو د سیمې د یو شمېر هېوادونو اندېښنې راپارولې دي. دا په داسې حال کې ده، چې کابل او اسلام‌اباد بېګاه ماښام د ۴۸ ساعتونو اوربند پرېکړه کړې ده.

اړوند خبرونه