یوې معتبرې سرچینې اميد راډيو ته ویلي، چې د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو د ترسره کولو لپاره قطر ته سفر کړی دی.
سرچینه زیاتوي، د دواړو هېوادونو د اړیکو د وروستیو ترینګلتیاوو له امله دغه سفر د قطر د منځګړیتوب په هڅو ترسره شوی، څو د شخړو د کمېدو او د متقابل تفاهم د پیاوړتیا په موخه خبرې وشي. د ويلو ده، چې په دې تړاو تر اوسه اسلامي امارت رسمي څه نه دي ويلي.

