د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دوحه کې افغان او پاکستاني چارواکي یو سملاسي اوربند ته رسېدلي دي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، دواړو لورو هوکړه کړې چې پر داسې تګلارو به کار کوي، تر څو تلپاتې سولې او ټیکاو ته پرې لاره هواره شي.
ویل کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب اسانچاري د ترکیې او قطر هېوادونو له خوا شوې.
د اوربند د څار او نهماتېدنې په پار به راتلونکې کې د لومړۍ غونډې په تعقیب نورې غونډې هم وشي.
دوحه کې د اوربند تر موافقې وروسته د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف هم پر خپل ټوېټر ادرس د افغان او پاکستانیو چارواکو د اوربند د تړون خبر خپور کړی. نوموړي ویلي چې دواړه هېوادونه به د یو بل خاورې ته درناوی کوي. خواجه اصف د دوه اړخیز درناوي خبره په داسې حال کې کوي چې د پاکستان پوځي رژیم له اوربند څو ځله سرغړونه کړې او دوحې ته د افغان پلاوي د تګ پر مهال یې هم پکتیکا کې د کرېکټ لوبغاړي او ملکي وګړي شهیدان کړل.
یاده دې شي چې د افغانستان له خوا د سولې د خبرو مشري ملي دفاع د وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد کوي او د پاکستان په پلاوي کې د هغه هېواد دفاع وزیر خواجه اصف او د څارګرې ادارې مشر جنرال عاصم ملک شامل دي.