ډېر لوستل شوي

د جګړې له تاوده ډګره د خبرو تر میزه

دوحه کې د قطر او د ترکیې هېوادونو په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د هر ډول نښتو او پر افغان خاوره د بیا ځلې د نه‌تېري هوکړه شوې ده. په هغه اعلامیه کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن سهار وختي خپره کړې، پکې ویل شوي چې کابل او اسلام اباد به د لومړۍ ناستې د هوکړه د څار او لا پراختیا په پار نورې ناستې په انقره کې وکړي. افغان پلاوي ویلي چې په دې ناسته کې ژمنه شوې چې هېڅ هېواد به پر یوه بل تېری نه کوي، نه به پاکستانی پوځي رژیم د افغانستان خاوره بیا ځلې نقضوي او نه به هم د افغانستان اسلامي امارت سیاسي او نظامي مخالفینو ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورکوي. افغان او پاکستاني لوري د اوربند د هوکړې ملاتړ او هرکلی کړی دی. افغان حکومت بیا ځلې په ټینګار ویلي چې خپله خاوره د کوم چا پر ضد نه کاروي او د ښه ګاونډیتوب اصل ته پوره ژمن دي. پاکستاني رژیم حتی هغه مهال هم پر افغان خاورې تېری وکړ چې افغان حکومت مرکچي پلاوی دوحې ته استاوه. افغان حکومت وویل چې د بیا ځلې دفاع او تعارض حق له ځان سره لري، خو د مرکچي پلاوي د حیثیت ساتنې په پار به اوسمهال ځوابي برید نه کوي. دا تر لمر هم روښانه ده چې د افغان حکومت د خولې او عمل خبره یوه ده. افغان حکومت کله هم د تېري او تعارض نیت نه درلود او مذاکراتو ته یې د (هو) ځواب دا ښیي چې اسلامي امارت له هر چا ډېر د سولې پلوی او د جګړې خوښوونکی نه دی. څو ورځې وړاندې پر افغان خاوره تر هوایي برید وروسته افغان ځواکونه اړ شول چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مقابل لوري چوڼۍ په نښه کړي چې د دوحې او ریاض په وساطت اوربند وشو؛ خو د اوربند سربېره بیا بیا د پاکستان پوځي رژیم د اوربند اصل مات کړ. پاکستانیو ملېشو د افغان حکومت د پوځي ځواب تاب نه درلود او بیا یې د اوربند غوښتنه وکړه چې افغان حکومت بیا جګړه ودروله.
دوحه کې تر بریالیو مذاکراتو وروسته افغان پلاوی بېرته خپل هېواد ته راستون شوی دی. داسې برېښي چې افغان حکومت نه یوازې د جګړې په ډګر کې اسلام اباد مات کړ؛ بلکې د مذاکراتو پر مېز هم دوښمن مات شو او دا ځکه چې د جګړو پيلوونکي او محرکان دوی وو. تر دې دمخه د افغان حکومت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په علني ډول د پاکستان له مخه تور نقاب اېسته کړ او ټولې هغه نارواوې یې یوه یوه څرګنده کړه چې د یاد هېواد پوځي رژیم د افغان خاورې، خپلو وګړو، ګاونډیو هېوادونو او د سیمې د هېوادونو پر وړاندې کړې وې. دا لومړی ځل و چې د پاکستان له ایجاد وروسته د یاد هېواد فسادونه او د ترهګرۍ د روزنې ادرسونه او ظلمونه په عملي ډول رسنیو سره شریک شول. افغان پلاوی د یوه خپلواک هېواد په توګه په دې مذاکراتو کې راڅرګند شو او پر هغه مواردو یې استدلال وکړ چې پاکستانی یې منحرفوي. د پاکستان له پوځي رژیم په درېیم ځای کې ددې ژمنه اخیستل چې بیا به افغان خاورې ته کاږه نه ګوري، یوه لویه تاریخي لاسته راوړنه ده.
ملي یووالی د افغانانو په خټه کې اغږل شوی

د تاریخ پاڼې شاهدې دي چې د هېواد او ناموس په مسله کې افغانان تل یولاس شوي او هر کله چې بهرني یرغلګر پر ګران هېواد د تېري نیت کړی، افغانان یې پر وړاندې یو صف شوي او د دوښمن ګولیو ته یې سینې سپر کړي. افغانانو یوازې د خپلو خلکو د حقونو د تحقق لپاره تورې نه دي وهلي، بلکې د خپلې کلمې د کمزورو وروڼو غږ ته یې هم لبیک ویلی او په ګډه ټولو قومونو ددغو مظلومانو د دفاع په خاطر آسونه زین کړي دي. د احمدشاه بابا او میرویس نیکه په لښکرکښیو کې د ګران هېواد د ټولو قومونو ونډه اخیستې وه. افغانان به په خپلو منځو کې لږوډېرې ستونزې لري؛ خو کله چې د هېواد او ملي ارزښتونو مسله راپورته کیږي؛ نو خپلې شخصي ستونزې یوطرفته کوي او په ګډه د دوښمن د سترګو اغزي ګرځي.
ښایي متوجې به یاست چې د پاکستان د پوځي رژیم ير وړاندې د ملت په توګه د ټولو دریځ یو ډول و او ټول د خپل هېواد د وسله‌وال پوځ تر شا ودرېدل. حتی داسې خلکو هم د مجاهدینو خوا ونیوله چې پرون همدې مجاهدینو ته په کمین کې ګوته په ماشه و. د پردیو پر وړاندې د افغانانو یووالي ته سړی ګوته په غاښ شي او د هغې ورځې ارمان ورشي چې کاش افغان ملت په هر غم او درد کې پر یوه ټغر راټولېدای.

د افغانستان په کورنیو چاروکې د پاکستان د لاسوهنو تر شا پرتې موخې کومې دي؟

پاکستان د خپل ایجاد له ورځې د افغان وطن له دوښمنۍ یوه شېبه هم لاس نه دی اخیستی. اوس ښایي له ډېرو سره دا پوښتنه وي چې اسلام اباد ولې اباد افغانستان نه شي زغملی!؟ ددې پوښتنې ځواب دا دی چې د پاکستان هر پوځي رژیم له ځان سره پتېیلې چې اباد او په خپلو پښو ولاړ افغانستان له دوی د هغو حق اخیستلی شي چې لسیزې کیږي پنجاب یې پر ستوني پښې ور ایښي او شتمني یې لوټوي. همدارنګه یو پیاوړی مرکزي افغان دولت د خپلې خاورې د لوېشت لوېشت پوښتنه کولی. پاکستان تل هڅه کړې چې افغانستان کې نه یوازې مرکزي حکومتونه له پښو وغورځوي؛ بلکې نظامونه یې هم ونړوي. همدا دلیل دی چې پاکستان تل غوښتي چې یو خپلواک او ځانبسیاینې ته نږدې‌کېدونکی افغانستان ونه ویني. له بلې خوا د افغانستان په ټول تاریخ کې پر کوم هېواد تېری نه دی کړی او نه یې د کوم چا د خاورې د سپکاوي هڅه کړې ده. البته د افغانستان په معاصر تاریخ کې داسې نمونې لرو چې افغانانو د عبرت او د مظلومو مسلمانانو د دفاع په موخه د نورو خاورې نیولي وي او د ظالم لاس یې له مظلوم غوڅ کړی. د افغانستان مرکزي حکومتونه کله هم متجاوزګر حکومتونه نه دي پاتې شوي او تل یې د دوه اړخیز درناوي اصل ته په کتو له ګاونډیو، سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره ښې اړیکې پاللي دي؛ خو کله هم چې پردیو پر هېواد چپاو راوړی؛ نو بیا ددې هېواد وګړي په یوه غږ د دوښمن پر وړاندې درېدلي دي.
د پایلې په توګه یې ویلی شو چې افغان ملت د یوه اصیل او پتمن ملت په توګه پر هېڅ هېواد نه دي بلوسلي. همدارنګه، که کوم وخت پردیو افغان خاورې او د افغانستان ملي ارزښتونو ته په کمه کتلي، نو افغان ملت هر ډول خپلمنځي ستونزې شا ته کړي او د بېګانه دوښمن پر وړاندې یو لاس شوي دي. افغان ملت د خپل ویاړلي اوږده تاریخ په یوه پېر کې هم د پردیو تر سیوري لاندې استوګنه نه ده منلې؛ بلکې په ښکېلاکګرو پسې یې خپله توره له تیکې وېستې ده. اسلامي امارت د افغانستان د حاکم نظام په توګه پر پاکستانۍ خاوره تېری نه دی کړی او نه یې هم د هغه هېواد پر ضدکومه کړنه ترسره کړې ؛ خو د یاد هېواد د هر
ډول مخالف حرکت ته یې پر وخت چټک غبرګون ښودلی او د نوک ځواب یې په سوک ورکړی دی. افغان حکومت هر وخت خبرو او سولې ته لبیک ویلی، خو هر هغه چا ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي چې د افغان خاورې او ملت خپلواکي، پت او امنیت تر پوښتنې لاندې راولي.
#امیدراډيو

اړوند خبرونه