ډېر لوستل شوي

ذاکر جلالي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند د ا.ا دیپلوماتیکه بریا ده

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس، ذاکر جلالي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړه د اسلامي امارت مرکچي پلاوي دیپلوماتیکه بریا بللې او په وینا یې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو پر درېدو هوکړه د هرکلي وړ پرمختګ دی.

نوموړي په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی او ترینګلې اړیکې د هېچا په ګټه نه دي، او د افغانستان دریځ له پیله پر خبرو او تفاهم ټینګار و چې په دوحه کې د منځګړو په شتون پرې ټینګار شوی دی. 

“له لویه سره افغانستان د بل هېواد د حریم ناقض نه و، بلکې پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقض کړی و چې همدا د نښتو اصلي لامل و.”

ذاکر جلالي لیکلي، چې د ملي دفاع وزیر په مشرۍ د پلاوي استول په خپله ښيي چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلواکۍ او له خپلې خاورې د دفاع ترڅنګ د مسئلې دیپلوماتیک حل کې هم جدي و.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس همداراز ویلي چې د هوکړې محتوا ښيي چې د اسلامي امارت مرکچي پلاوي دیپلوماتیکه بریا هم خپله کړې ده.

ذاکر جلالي یو وار بیا د افغانستان هغه پخواني اصولي دریځ ته اشارې کړې چې له مخې یې د خبرو له لارې د مسئلو حل، د بل پرخلاف د دښمنانه کړنو نه‌ترسره کېدل او د مخالفو ډلو د بریدونو ملاتړ نه کول بلل شوي دي. نوموړي همداراز څرګنده کړې: “ټول بايد ډاډه واوسو، چې د ملي دفاع وزير په مشرۍ مرکچي پلاوي د میدان په څېر د دیپلوماسۍ پر مېز هم د افغانستان د اصولي او تاريخي دريځ ټينګه دفاع کړې او د کلمو په کارونه کې بشپړ دقت شوی ترڅو څوک ترې بله يا د افغانستان له اصولي دريځ څخه په ټکر معنا وانه خلي.”

اړوند خبرونه