ډېر لوستل شوي

سهيل شاهين: پاکستان به د ا.ا.ا د مخالفينو او بريدونو ملاتړ نه کوي

په قطر کې د افغانستان سفير سهيل شاهين وايي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند په هوکړه کې دواړو لوريو د يو بل پر وړاندې د دښمنۍ له هر ډول عمل څخه د ډډې کولو هوکړه کړې ده.

ښاغلي شاهين پر خپل اېکس پاڼه ليکلي، چې د هوکړې له مخې، پاکستان به د افغانستان د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ نه کوي او افغانستان به هم د پاکستاني مخالفو ډلو او بریدونو ملاتړ نه کوي.

همدارنګه، پرېکړه شوې چې هېڅ لوری به د بل هېواد حریم نه‌نقضوي او نه به د ملکي خلکو او تاسیساتو پر ضد بریدونه ترسره کوي. د ويلو ده، چې ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان ترمنځ راتلونکې ناسته به د ترکیې په کوربتوب ترسره شي.

اړوند خبرونه