د هلمند ولايت امنيه قوماندانۍ وايي، چې د ګرمسېر ولسوالۍ په «دروېشان» سيمه کې يې د درملو د قاچاقا مخه نيولې ده.
د يادې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د کشفي راپورونو پر بنسټ یو باروړونکی موټر چې شاوخوا ۱۴۰ کارټنه طبي درمل پکې بار وو، له پاکستان څخه په غيرقانوني توګه د هلمند پر لور لېږدول کېده.
سرچينې زياته کړې، چې موټر چلوونکی نيول شوی او تر بشپړو تحقيقاتو وروسته به اړونده عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
امنیتی چارواکو ډاډ ورکړی، دوی شپه او ورځ هڅه کوي چې د غيرقانوني درملو او توکو د قاچاق مخه ونيسي او هېچا ته اجازه نه ورکوي څو د هېواد له پولو د توکو ناقانونه لېږد وکړي.