د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندېکولو مرستیال، مولوي عبدالولي حقاني د الشفاء ملي او تخصصي روغتون د ترمیم چارو چټکتیا او ستونزو د حل په موخه د ملي پراختیا شرکت او ښارجوړونې وزارت استازو سره ناسته کړې ده.
روغتیا وزارت ویلي چې په دې ناسته کې د الشفاء ملي او تخصصي روغتون د ترمیم چارو د چټکتیا په اړه خبرې شوې او د شته ستونزو پر حل او د خنډونو پر له منځهوړلو ټینګار شوی دی.
په خبرپاڼه کې د مولوي عبدالولي حقاني له قوله لیکل شوي: “د الشفاء روغتون د ترمیم چارو ترسراوي پر وړاندې چې کوم خنډونه موجود دي، باید ژر تر ژر له منځه ویوړل شي او چارې دې په پوره چټکتیا، شفافیت او ښه کیفیت ترسره شي، ترڅو د خلکو باور ترلاسه او له خدماتو څخه ډاډمن شي.”
د عامې روغتیا وزارت دا هم ویلي چې په یاده ناسته کې اړوندو مسوولینو د خپلو فعالیتونو او د ترمیم پروسې د پرمختګ په اړه د معلوماتو پر وړاندېکولو سربېره ډاډ څرګند کړی چې د الشفاء ملي او تخصصي روغتون د ترمیم چارې به په ښه کیفیت او سرعت سره بشپړې کړي.