د هندوستان ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې نن(سه شنبه، وږي ۲۹مه) د خپل هېواد د بهرنیو چارو د وزارت له قوله لیکلي چې دغه هېواد له کابل سره خپلې ډيپلوماټېکې اړیکې د سفارت کچې ته لوړې کړي دي.
ویل کیږي چې نوي ډهلي دا ګام یاد هېواد ته د مولوي امیرخان متقي له سفر وروسته اخیستی دی. نوي ډهلي ویلي چې یاد ډيپلوماټیک ګام به د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي.
یوه اونۍ وړاندې هندوستان ته د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي یو اونیز سفر له بېساري هرکلي سره مخ شو. ښاغلي متقي د خپل سفر په لړ کې د یاد هېواد له بېلابېلو لوړپوړو چارواکو سره وکتل او پر ګډو همکاریو یې پراخ بحثونه وکړل.
کابل کې د سفارت کچې ته د کابل او نوي ډهلي اړیکې په داسې حال کې لوړیږي چې نوي ډهلي د تېر ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې د افغان حکومت نوي ډيپلوماټان ومنل.
نوي ډهلي ته د مولوي امیرخان متقي د سفر پر مهال یاد هېواد ویلي و چې ددې اونۍ په لړ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټيکو اړیکو کچه له (تخنیکي ماموریت) د سفارت کچې ته لوړه شي. دا لومړی ځل دی چې له نوي ډهلي سره د کابل اړیکې د سفارتي همکارۍ تر کچې لوړیږي.
اسلامي امارت پر سیمه ییز او نړیوال دریځ په ځلونو ویلي چې له افغان خاورې کوم هېواد ته زیان نه رسیږي او نه به هم افغان خاوره د کوم هېواد پر وړاندې وکارول شي. افغان حکومت له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې لاس پر سر شي او خپلې دوه اړخیزې اړیکې د ګډ درناوي له مخې وپالي.
یاده دې شي چې افغانستان کې اوسمهال د نشه یي توکو کښت له منځه تللی، هېڅ وسلهواله ډله فعالیت نه لري او همداراز افغان حکومت د سیمې په ټیکاو او د امنیتي ګواښونو په دفع کې د پام وړ رول لوبولی دی.