ډېر لوستل شوي

کندوز کې تر دوو ټنو ډېر د نشه‌يي توکو سوځېدل؛ په تړاو يې ۶۰۰ تورن کسان نيول شوي

د کندوز امنیه قوماندانۍ وايي، په تېرو دولسو مياشتو کې یې له دوه ټنو ډېر بېلابېل نشه‌يي توکي نيولي، چې نن د ځایي مسوولینو په شتون کې سوځول شوي دي.

د چارواکو په وینا، په نیول شویو توکو کې «چرس، پوډر، تریاک، شیشه، الکولي مشروبات» او نور نشه‌يي توکي شامل وو.

د کندوز امنیه قوماندانۍ مسوولین زیاتوي، د دغو توکو د قاچاق او کښت په تړاو یې ۶۰۰ تنه نیولي، چې دوسیې یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي. چارواکي ټینګار کوي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي څو د نشه‌يي توکو کښت، قاچاق او یا يې کاروبار وکړي او د دوی په وينا هر څوک چې په دې برخه کې لاس ولري، د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

اړوند خبرونه