کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په شپږو ولایتونو کې په نشهيي توکو ۶۰ روږدي د درملنې په موخه راټول او اړوندو روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا روږدي کسان په بلخ، پروان، لغمان، فراه، سمنګان او کاپيسا ولایتونو کې راټول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې له دې ډلې ۲۷ کسان په بلخ، ۲۲ کسان په لغمان، ۴ کسان په فراه، ۵ کسان په پروان او دوه کسان نور په سمنګان او کاپیسا ولایتونو کې راټول شوي دي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د پلازمېنې کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې په نشهيي توکو روږدي راټول شوي وو چې لسګونه زره یې تر درملنې وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
څه موده مخکې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو هم ویلي وو چې په نشهيي توکو د شاوخوا ۴۰ زره روږدو درملنه شوې او خپلو کورنیو ته روغ سپارل شوي دي.