ډېر لوستل شوي

له تېرو دوو اوونیو راهیسې په زیات اندازه قاچاق‌کېدونکي توکي نیول شوي

مالیې وزارت خبر ورکړی چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې په کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو کې له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول افغانستان ته زیات واردېدونکي توکي نیول شوي دي. 

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په نیول‌شویو توکو کې ۱۲ زره ۷۶۹ کیلو ګرامه انساني طبي درمل، ۲۲۰ کیلو ګرامه حیواني درمل، ۱۴۳۷ کیلو ګرامه چاکلېټ، ۱۰۶۶ کیلو ګرامه نوې البسه، ۴۴۰۰ کیلو ګرامه مالګه شامل دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې پر دې سربېره ۳ زره ۵۳۴ کیلو ګرامه ګوړه، ۳۰۰۰ کیلو ګرامه د دېګ مساله، ‎۹۵۰‎ کیلو ګرامه پاکټي کوچ، ۹۲۲۵ کیلو ګرامه خرما، ۳۰۹ کیلو ګرامه رخت باب، ۲۰۰ کیلو ګرامه تمباکو، ۱۴۲ کیلو ګرامه د چلم مېوه، ۱۵۰ کیلو ګرامه اچار، ۱۵۰‎ کیلو ګرامه لوبیا، ۵۰ کیلو ګرامه وچې شیدې ۴۹ کیلو ګرامه بنجاره باب او ۲۵ کیلو ګرامه خام نخود هم ترلاسه شوي دي. 

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې قاچاق‌کوونکو غوښتل یاد توکي له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.

سرچینې لیکلي چې په دې تړاو نیول‌شوي کسان د څېړنو په موخه اړوندو ادارو ته ورپېژندل شوي دي.

اړوند خبرونه