ډېر لوستل شوي

استانبول کې د افغانستان او پاکستان د مذاکراتو دویم پړاو پیلېږي

د ترکیې په استانبول ښار کې نن شنبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو پیلېږي.

یاد مذاکرات د هغو هوکړو په دوام ترسره کېږي، چې د قطر په دوحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند په تړاو لاسلیک شوي.

ټاکل شوې ده، چې په دغه پړاو کې د دواړو لوريو استازي د امنیتي، اقتصادي او تخنیکي میکانیزمونو پر څرنګوالي، د همکارۍ پر پراختيا او د متقابلو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد ويلي، چې د يادو مذاکراتو لپاره د کورنيو چارو وزارت د اداري مرستیال مولوي رحمت‌الله نجیب په مشرۍ یو پلاوی ترکیې ته روان شوی دی.

اړوند خبرونه