ډېر لوستل شوي

د مرکزي قول اردو د «دارالامان» لومړۍ پلې لوا «دفع هوا توپونه» چمتو کړي

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د «دارالامان» لومړۍ پلې لوا د توپچي مسوولینو په هڅو، دوه ضربه (23-ZU) «دفع هوا توپونه» فعال او په ځانګړو موقعیتونو کې نصب کړي دي.

د یادې لوا مشرتابه وايي، د دغسې پوځي وسلو او اړوندو تجهیزاتو ترمیم او مؤثرې استفادې ته به دوام ورکړي، څو د هېواد د دفاعي چمتووالي کچه لا نوره هم لوړه او پیاوړې شي. دا په داسې مهال ده، چې د يادې قول اردو اړوند لومړۍ پلي لوا تر دې وړاندې هم د خپلو تخنيکې انجنيرانو پر مټ په لسګونه وسايط او وسلې بيا ځلې کارونې ته چمتو کړې دي.

اړوند خبرونه