ډېر لوستل شوي

‏د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو له فرقې ۱۰۸ منسوبین فارغ شوي

ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې ۱۰۸ منسوبینو د یاد وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقه کې د کمپیوټر، ماسټر ډریورۍ او پرتاب درې میاشتینۍ مسلکي او پوځي زدکړې بشپړې کړې دي.

د ملي دفاع وزارت په اېکس پاڼه لیکل شوي چې د ځانګړي ځواک دغو ۱۰۸ منسوبینو نن (شنبې) د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې «بریلیکونه» ترلاسه کړي دي.

سرچینې لیکلي چې په یادو مراسمو کې د ځانګړو ځواکونو فرقې مرستیال، مولوي ممتازاحمد حقاني تازه فارغ شویو منسوبینو ته په خطاب کې ویلي: “تاسو د هېواد مسلکي او مجهز ځانګړي ځواکونه یاست، لکه څرنګه چې ستاسو نوم ځانګړی دی ستاسو دنده او مسوولیت هم سخت او ځانګړی دی.”

نوموړي ټینګار کړی چې دا فارغ شوي منسوبینو دې خپل مسوولیت درک او خپلې دندې د مسلک په رڼا کې جاري وساتي.

د خبرپاڼې له مخې چې بلخوا فارغانو هم د اسلامي نظام د ساتنې او د هیواد د دفاع لپاره د بشپړ چمتووالي ډاډ څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه