ډېر لوستل شوي

ملا برادر اخوند د «دلتا انټرنېشنل» کمپنۍ له اجرائیوي رئیس سره کتلي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د سعودي عربستان د «دلتا انټرنشنل» کمپنۍ له اجرائیوي رئیس شاهر التقي سره کتلي دي.

ياد معاونيت وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم شتون درلود.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوريو د ګازو د اکتشاف، استخراج او د نل‌لیکو د غځولو پر موضوعاتو تفصیلي خبرې کړې دي.

د «دلتا انټرنېشنل» اجرائیوي رئیس د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې ژمنه کړې او څرګنده کړې يې ده، چې د افغان انجنیرانو سره به خپلې تجربې شریکې کړي.

اړوند خبرونه