ډېر لوستل شوي

ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله ساتي ځواک واستول شي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امير تميم بن حمد ال ثاني سره له خبرو وروسته ويلي، چې ژر به غزې ته نړيوال سوله ساتي ځواک واستول شي.

ټرمپ ويلي، د ده ټيم په دې وروستيو کې د غزې د سولې پلان پر جوړولو کار کوي او ټينګار يې کړی چې د اوربند دوام به د ياد پلان بنسټيزه برخه وي.

بل لور ته، د حماس غورځنګ مشر خليل الحيه ويلي، چې حماس او فتح پر دې هوکړه کړې، چې نړيوال ځواکونه به د اوربند د څارنې لپاره په غزه کې ځای پر ځای شي او د بيا رغونې چارې به هم ترسره کړي. الحیه زياته کړې، چې د غورځنګ ځواکونه به د اشغال تر بشپړ پای ته رسېدو پورې په خپلو سيمو کې پاتې وي او وروسته به د غزې چارې د فلسطين دولت ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه