ډېر لوستل شوي

ډونالډ ټرمپ آسیا ته خپل شپږ ورځنی سفر پیل کړی

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شپږ ورځني سفر په لړ کې مالیزیا ته رسېدلی دی.

د الجزېرې راپور له مخې، ټرمپ به په دې سفر کې د سیمې د ۱۰ هېوادونو له مشرانو سره د «جنوب‌ختيځې آسیا د ملتونو د ټولنې» (اسيان) په چوکاټ کې کتنې ولري.

د معلوماتو له مخې، د دې سفر پر مهال ټرمپ د تایلنډ او کامبوج ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک د مشري دنده هم پر غاړه لري.

تمه کېږي، چې نوموړی به د آسیایي له مشرانو سره د سوداګریزو تعرفو او نادره منرالونو د لاس‌رسي په تړاو هم بحثونه او سلا مشورې وکړي.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ به د دې سفر په ترڅ کې سویلي کوریا او جاپان ته هم ولاړ شي، چې دواړه د واشنګټن نږدې متحدین بلل کېږي.

د دغه راپور له مخې، د امريکا ولسمشر به له خپل سفر وروسته په سپينه ماڼۍ کې د چين له ولسمشر شي‌جين‌پينګ سره هم وګوري.

اړوند خبرونه