ډېر لوستل شوي

ا.ا وياند: په استانبول کې د دويم پړاو مذاکرات درېيمې ورځې ته غځېدلي او د خبرو پایلو ته يې په تمه یو

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې په استانبول کې روانو مذاکراتو پایلو ته په تمه يو او اسلامي امارت د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري.
ښاغلي مجاهد له ملي‌تلویزیون سره خبرو کې زیاته کړې، چې اسلامي امارت تل هڅه کوي د ستونزو د هواري لپاره د خبرو اترو لاره غوره کړي، خو په عین وخت کې يې خبرداری ورکړی: “که کوم لوری د افغانستان پر خاوره تېری کوي، د ورته اقدام سره به مخامخ شي.”
مولوي ذبیح‌الله مجاهد دغه راز ویلي، چې ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویم پړاو مذاکرات درېيمې ورځې ته لاهم غځېدلي او پایلو ته یې په تمه یو.
د اسلامي امارت وياند ټینګار کړی، چې د هېواد د امنیت او خاورې ساتنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی او هېڅ ډول تېری د سولې د هڅو مخه نه شي نیولی.

اړوند خبرونه