د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم ویلي، چې په هېواد کې د نشهیي توکو ستونزه یوه لویه ننګونه وه، ځکه ډېرو کسانو له دې توکو رنځ وړی دی.
په هلمند کې د اميد راډيو خبريال «له نشهيي توکو پاک افغانستان» ملي کنفرانس کې د ښاغلي ندیم په حواله ويلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره، په ټول هېواد کې نشهیي توکي حرام او بند اعلان شوي چې له دې سره د نشهیي توکو کچه صفر ته راټیټه شوې ده.
د ښاغلي نديم په وینا، اوس ټول هېواد کې د زده کړو مرکزونه پرانيستل شوي او د دیني زده کړو ترڅنګ د عصري زده کړې زمينه هم ولس ته برابره شوې ده.
همدارنګه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نشهیي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه پرانیستل شوي، چې تر ډېره ګټور ثابت شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزير په ټینګار سره د زده کړو پراختیا او د نشهیي توکو مخنیوی د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره مهم ګامونه بللي دي.

