د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسیا هېوادونو د سفر په دوام جاپان ته تللی او د دې هېواد په مرکز توکیو کې يې له نوې لومړۍ وزيرې «سانائه تاکایچي» سره ليدلي دي.
د راپورونو له مخې، دواړو مشرانو د سوداګرۍ او حیاتي توکو په برخه کې څو مهم تړونونه لاسلیک کړي دي. تمه ده چې لومړۍ وزيره تاکایچي به ټرمپ ته د ۵۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې یو لوی بسته وړاندې کړي، چې پکې د بېړۍ جوړونې صنعت، د سویابینو پېر، طبیعي ګاز او د امریکايي پیکاپ موټرو رانیول شامل دي.
د لیدنې پر مهال، لومړۍ وزيرې تاکایچي ټرمپ ته ډاډ ورکړی چې نوموړی به د نوبل د سولې جایزې لپاره نوماند کړي. ټرمپ هم د هغې ستاینه کړې او هغه یې د جاپان له سترې لومړۍ وزيرې څخه بللې ده.
د جاپان لومړۍ وزيرې د ښه نيت ښکاره کولو په توګه ټرمپ ته د پخواني لومړي وزير شینزو آبه د ګالف یو لرګی، د جاپاني اتل هیدېکي ماتسویاما له لاسلیک سره بکس او د سرو زرو پوښل شوی توپ ډالۍ کړی دی.
ویل کېږي، تاکایچي تېره اوونۍ ژمنه کړې وه چې د جاپان دفاعي بودیجه به د هېواد د ناخالص تولید تر دوو سلنو پورې لوړه کړي، چې دا کار د واشنګټن د ملاتړ د جلب او د چین پر وړاندې د جزایرو د خونديتوب هڅې پیاوړې کوي.

