پکتیا ولایت کې د ګردېز – ډنډپټان سړک د بیارغونې پروژه پیل شوې چې په لومړي پړاو کې به یې د ۷۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۵ کيلومتره برخې کار بشپړ شي.
د امید راډیو د خبریال په راپور کې ویل شوي چې دا سړک شاوخوا ۸۵ کيلومتره اوږدوالی لري او د سيمې د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره حياتي ارزښت لري.
د پکتیا ولایت ځايي مسوولینو امید راډیو ته ویلي، چې دا پروژه د خلکو د هيلو د بيا راژوندي کېدو يو ګام دی او ډاډ یې ورکړی چې د ولسونو د ستونزو د حل په موخه د یو شمیر نورو پروژو چارې هم پیل شوې دي.
په ورته مهال د پکتیا اوسېدونکي د یاد سړک د بیارغونې د چارو پیل ته خوښ دي، خو له چارواکو یې غوښتي چې د دې پروژې د کار پر کیفیت جدي څارنه وکړي.
د امید راډیو خبریال د راپور له مخې چې د ګردېز– ډنډپټان سړک ټولټال ۸۶ کیلومتره اوږدوالی لري او د پکتیا د نهو ولسوالیو له لارې تېرېږي.
د ویلو ده چې د دې سړک لومړی لاټ ۲۵ کیلومتره دی چې د دولت له بودیجې څخه په اساسي ډول جوړېږي، او پاتې برخې به په راتلونکو برخو کې پلې شي.

