ډېر لوستل شوي

د «دوشنبې» او «کابل» د اړیکو نوی فصل؛ تاجکستان د ا.ا.ا سفیر منلی

یوې معتبرې حکومتي سرچینې امید راډيو ته ویلي، چې تاجکستان هېواد د افغانستان اسلامي امارت سفیر او ‌‌‌ډیپلوماټان منلي دي.

سرچینه وايي، چې دا اقدام د یاد هېواد پلازمېنې دوشنبې ته د بلخ والي محمد یوسف وفا تر سفر وروسته شوی دی.

د سرچینې په خبره، چې د افغانستان او تاجکستان د اړیکو نوي فصل پرانېستونکی دا اقدام د یاد هېواد ولسمشر امام علي رحمان په لارښوونه شوی دی. د یادونې وړ ده، چې سیمې او نړۍ هېوادونو سره د اسلامي امارت ډیپلوماټيکې او اقتصادي اړیکې ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي.

اړوند خبرونه