هندي رسنۍ راپور ورکړی، چې د دې هېواد حکومت بريالی شوی څو د ايران د چابهار بندر د امريکا له بنديزونو څخه د معافيت موده يو ځل بيا وغځوي.
د هندي «نيوز ۱۸» تلويزيون د راپور له مخې، دغه پرېکړه د هند له لوري د روانې سيمهييزې نښلونې د يو مهم پروژې د دوام زمينه برابروي. د هندي دولتي سرچينو په وينا، دا معافيت د تېرې ورځې راپدې خوا پيل شوی او د راتلونکي کال تر لومړيو مياشتو پورې به دوام ولري.
له دې سره، هند کولای شي د چابهار بندر د «شهید بهشتي» ترمينل د پراختيا چارې د خپلې دولتي شرکت«Indian Ports Global Limited» له لارې پر مخ يوسي.
په راپور کې ويل شوي، هند له دې بندره بې له دې چې د پاکستان له خاورې تېر شي، د افغانستان لپاره د بشري مرستو او اړينو توکو د لېږد لپاره کار اخلي.
چابهار د هند لپاره د ستراتيژيکو ګټو لرونکی بندر بلل کېږي، ځکه د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو ته د «نوي ډيلي» د نښلونې اصلي لار ده.
د راپور له مخې، د تېر ميلادي کال په ترڅ کې د هند د بندرونو دولتي شرکت له ايران سره د لس کلن قرارداد په چوکاټ کې د «شهید بهشتی» ترمينل د جوړولو هوکړه کړې وه.
بلخوا امريکا د ايران د انرژۍ او بانکي سکتورونو پر وړاندې بندیزونه لګولي، چې له امله يې په ايران کې بهرنۍ پانګونه له ستونزو سره مخ شوې ده.

