ډېر لوستل شوي

د امريکايي اټومي وسلو ازموينې په تړاو د ټرمپ امر؛ ايا د ځبرځواکونو ترمنځ نوې جګړه را روانه ده؟

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنټاګون (جګړې وزارت) ته امر کړی، چې د دې هېواد د اټومي وسلو ازموينې بيا پيل کړي.

ټرمپ د خپلې ټولنيزې شبکې «تروت سوشیل» کې ويلي، چې دا پرېکړه يې د هغو هېوادونو د ازموينې پروګرامونو په غبرګون کې کړې، چې اټومي وسلې لري او ازمايې.

ټرمپ ليکلي: «د نورو هېوادونو د اټومي ازموينو له امله مې د جګړې وزارت ته امر کړی چې د امريکا د اټومي وسلو ازموينه د برابرۍ پر بنسټ پيل کړي. دا کار به سم‌لاسي پيل شي.»

د ټرمپ په وينا، امريکا دا مهال د نړۍ تر ټولو زياتې اټومي وسلې لري، له امريکا وروسته روسيه دويم ځای، او چين د خپل روان پرمختګ له مخې کېدای شي تر پنځو کلونو وروسته له امريکا سره ځان برابر کړي.

د نظامي چارو شنونکو په باور د زبرځواکونو له لوري د اټومي وسلو ازموینې به یو ځل بیا نړېوال نظم خراب او درېیمې نړېوالې جګړې ته لار پرانېزي. دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستيو کې روسيې یو ځل بیا اټومي ازموینې کړې او له دې سره سم شمالي کوريا هم د ټرمپ د جنوبي کوريا د سفر پر مهال د اټومي سرګلولې لرونکي توغندي ازمويلي دي.

اړوند خبرونه