د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي چې اوسمهال د قوشتېپې کانال د سربند چارې ۸۵ سلنه پر مخ تللې او د دویم فاز د کیندنې او ډکولو چارې یې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.
د امید راډیو خبریال د راپور له مخې چې د امارتي شرکتونو عمومي رییس، مولوي احمد جان بلال او د ملي پراختیا شرکت اجرایوي رییس، عبدالرحمن عطاش د قوشتېپې کانال د دویم فاز چارې له نږدې لیدلې او د ترسره شویو کارونو د کیفیت ستاینه یې کړې ده.
بلخوا د ملي پراختیا شرکت ویاند، نبي الله ارغندیوال امید راډیو ته ویلي چې د نورو چارو تر څنګ د کانال په اوږدو کې په یو شمېر پلونو هم کار روان دی او له ټاکلې نېټې سره سم به د کانال چارې بشپړوي.
بلخوا اقتصادي کارپوهانو د قوشتېپې کانال بشپړېدل د هېواد د کرنې لپاره مهم بللي او ویلي یې دي چې د دې کانال د چارو په بشپړېدو سره به د افغانستان د اوبو د سم مدیریت تر څنګ کاري فرصتونه رامنځته شي.
اقتصادي کارپوه، هارون رښتیا امید راډیو ته ویلي، د هېواد په شمال کې د قوشتېپې کرنیزه پروژه به د بلخ، جوزجان، او فاریاب ولایتونو هغه دښتې خړوبې کړي چې دا مهال یې کروندګر اوبو نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

