ډېر لوستل شوي

ټرمپ د نايجېريا دولت ته د پوځي بريد ګواښ کړی

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نايجېريا دولت ته د عيسويانو د وژنو له امله د پوځي اقدام ګواښ کړی دی.

ټرمپ پر خپلې ټولنيزې شبکې «تروت سوشيال» کې ليکلي، که د نايجېريا حکومت د عيسويانو د وژنې مخه ونه نيسي، واشنګټن به له دې هېواد سره مرسته او همکاري ودروي، او ښايي امريکايي پوځيان نايجېريا ته واستول شي.

د ټرمپ په وينا، ده له پنتاګون څخه غوښتي چې د «احتمالي اقدام» لپاره چمتووالی ونيسي.

په همدې تړاو، د امريکا د جنګ وزير پيت هېګسټ هم په خپل پيغام کې ويلي، چې وزارت يې د احتمالي پوځي اقدام لپاره تدارک نيسي.

هغه ټينګار کړی، يا به د نايجېريا حکومت د عيسويانو د خونديتوب ضمانت کوي، يا به واشنګټن خپله پوځي مداخله کوي.

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د اسرائيلو د يرغلګرو ځواکونو له لوري په غزه کې شاوخوا ۷۰ زره مسلمانان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شهيدان شوي او نږدې ۱۵۰ زره نور ټپيان شوي او دغه راز ښارونه یې په بشپړ توګه وران شوي دي.

اړوند خبرونه