د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ (کرملین) ویلي، چې دا مهال د روسیې او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ د لېدنې اړتیا نهلیدل کېږي.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د روسيې له دولتي خبري اژانس «ټاس» سره په مرکه کې ويلي: “د ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ ترمنځ لیدنه په نظري توګه ممکنه ده، خو اوس مهال ورته اړتیا نشته.”
پسکوف زیاته کړې، د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید دقيق او دايمي ديپلوماتيک اقدام ترسره شي او په وينا يې، دا وخت د ناستو پر ځای د عمل وخت دی.
د کرملین دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله ژمنه کړې چې د مسکو او کېيف ترمنځ روانه جګړه به پای ته ورسوي، خو په دې وروستیو کې یې له خپل روسي سيال سره پلان شوې لیدنه لغوه کړې وه. ټرمپ ویلي، نه غواړي په داسې ناسته کې ګډون وکړي چې «هیڅ عملي پایله» ونه لري.

