ډېر لوستل شوي

“تېره یوه اوونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۳۶ زره ۲۲۷ مټریک ټنه انتقالات شوي”

ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې په تېره یوه اوونۍ کې د یاد وزارت وسپنې پټلۍ له لارې ۱۳۶ زره ۲۲۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس ویلي چې دا انتقالات د روان کال لړم له ۲ یمې تر ۸مې نېټې پورې شوي دي.
سرچینې لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې ۹۷ زره ۶۳۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۹ زره ۴۰۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۷ زره ۸۶۲‎ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۱ زره ۳۲۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې: “د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۳۲۸) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.”
د ټولګټو وزارت ویاند همداراز لیکلي، څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

اړوند خبرونه