د غزې روغتیايي چارواکي وایي، چې د تلې له ۱۸مې نېټې راهیسې، له هغې ورځې چې اوربند پیل شوی، د اسرائيلي اشغالګرو په بریدونو کې ۲۳۹ فلسطینیان شهيدان شوي دي.
د راپورونو له مخې، له همدې شمېره شاوخوا نیمایي یې یوازې په تېره اوونۍ کې په یوه ورځ کې شهيدان شوي دي.
د صهيونيست رژيم پوځ ادعا کړې، چې ځواکونو یې پر هغو کسانو بریدونه کړي چې د دوی په وینا له «ژېړې کرښې» اوښتي وو.
د پوځ په وینا، په دغو نښتو کې د دوی درې اشغالګرو پوځيان هم وژل شوي دي.

