د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د یوې محکمې مخې ته په رامنځته شوې چاودنه کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.
پاکستاني رسنیو د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ټپيان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي، او د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
چارواکي وايي، د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نهدی منلی. د پېښې له امله سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري تړل شوې او د احتمالي بریدګرو د موندلو لپاره عملیات پیل شوي دي.

