د تاجکستان د ختلان ولایت د مرستیال والي په مشرۍ پلاوي د کندوز د مرستیال والي مولوي حبیبالرحمن صهیب سره کتلي او ویلي یې دي، چې د تاجيکستان دولت د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
د کندوز ولایت مقام په خبرپاڼه کې ويلي، په دې لېدنه کې دواړو لوريو د سوداګرۍ، نشهيي توکو پر ضد مبارزې او د امنیت د ټینګښت په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.
تاجيکستاني پلاوي د دواړو هېوادونو د سرحدي مسوولینو ترمنځ د لا نږدې همکارۍ غوښتنه کړې، څو د سرحدي سیمو امنیتي ننګونې او د نشهيي توکو قاچاق په ګډه مهار شي.
بلخوا، د کندوز مرستیال والي مولوي حبیبالرحمن صهیب د افغانستان اقتصادي سیاستونو ته په اشارې ويلي، چې اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو او رغوونکو اړیکو په پیاوړتیا کې جدي دی. ښاغلي صهيب زیاته کړې، د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونو له مخې، په هېواد کې د نشهيي توکو کر، تولید او قاچاق منع شوی او امنیتي ځواکونه د سرحدونو د خونديتوب او د قاچاق د مخنیوي لپاره فعاله مبارزه کوي.

