د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير يرمېک کوشربایف د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير مولوي اميرخان متقي سره د ټيلېفوني خبرو پر مهال له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې ده.
کوشربایف د خبرو پر مهال د وروستيو زلزلو له امله د افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې ډېر ژر به کابل ته د درملو او نورو بشري مرستو جوپه واستوي.
نوموړي زياته کړي، چې له دغو مرستو سره به د قزاقستان د ډاکټرانو يوه ډله هم افغانستان ته واستول شي، څو د اړمنو خلکو درملنه او مرسته وکړي.
د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت په يوې خپرپاڼې کې ويلي، سږ کال دغه هېواد شاوخوا ۳.۷ زره ټنه بشري مرسته هم افغانستان ته لېږلې ده.
د دغو مرستو موخه د دواړو هېوادونو د دوستانه اړيکو پياوړتيا او له طبيعي پېښو وروسته د افغانانو د ژوند د بېرته عادي کېدو ملاتړ بلل شوی دی.

