ډېر لوستل شوي

په نیمه بیه د ډبرو سکرو وېش پیل شو؛ سږ کال به دا ځانګړي سکاره ۱۳۰ زره ټنه وي

په کابل کې د امارتي شرکتونو له‌خوا د سکرو د وېش بهیر د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې رسماً پیل شوی دی.

د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د امارتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمد جان بلال په حواله ويلي، دا د خوښۍ ځای دی چې د سکرو د وېش لړۍ پيل شوه او دغه لړۍ به د کابل ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم پيل شي.

د ښاغلي بلال په وينا، د اسلامي امارت له بریا وروسته په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.

مولوي احمدجان بلال زياته کړې: “سږ کال به ۱۳۰ زره ټنه سکاره خلکو ته ووېشل شي، او که اړتیا وه، دا شمېر به زیات هم شي.” نوموړي ټینګار کړی، چې هر ټن سکاره به په ۶۸۰۰ افغانیو پلورل کېږي، په داسې حال کې چې د بازار بیه یې ۱۳ تر ۱۴ زره افغانیو ته رسېږي. د امارتي شرکتونو د عمومي رئیس په وینا، چې د دوی استازولۍ به دغه سکاره د کابل په ۲۲ ناحیو کې خلکو ته وړاندې کړي او هڅې روانې دي چې نرخونه لا نور هم راکم شي.

اړوند خبرونه