ډېر لوستل شوي

د لیبیا سمندر کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله ۴۲ کډوال بې‌درکه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې د لیبیا په ساحلي اوبو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۴۲ کډوال تري تم شوي او وېره ده چې ښايي مړه شوي وي.
د لیبیا ځایي چارواکو ویلي، په دغه کښتۍ کې ټول ۴۹ کډوال سپاره وو، چې یوازې ۷ تنه ژغورل شوي دي.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، یاد کډوال د سوډان، نایجیریا، کامرون او سومالیا هېوادونو اوسېدونکي وو.
دغه سازمان زیاته کړې، چې سږکال یوازې د مرکزي مدیترانې په مسیر کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښو کې تر زرو ډېر کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوند خبرونه