د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال له دې ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته د انګورو صادرات په بېساري توګه ډېر شوي دي.
د کرنیزو چارو د آمریت په وينا، په روان کال کې له کندهاره ۴۲ زره او ۲۲۴ ټنه انګور بهر ته صادر شوي، چې دا د تېر کال په پرتله نږدې ۱۹ زره ټنه زیاتوالی ښيي.
د کرنیزو چارو آمر انجنیر ایمل حکیمي د انګورو دغه زیات صادرات د کرنې ریاست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغان ملي سوداګرو د ګډو هڅو پایله بللې ده.
حکيمي زیاته کړې، د کندهار انګور سږ کال د پاکستان، هند، بنګلدېش او عراق بازارونو ته صادر شوي، چې له اقتصادي پلوه یې بزګرانو او سوداګرو ته ښه ګټه رسولې ده.
ويلکېږي، دا پرمختګ ښيي چې د هېواد کرنیز سکتور د ثبات او ودې په لور روان دی او د کندهار انګور په نړیوالو بازارونو کې ورځ تر بلې خپل ځای پیاوړی کوي.

