د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې په کابل کې د سوداګرۍ خونې له لوري د نندارتون جوړېدل د هڅوونکي ګام په توګه باید وستایل شي.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د ايران او پاکستان په جبري توګه د دوه ميليونه افغان کډوالو د ايستلو له امله افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.
دا په داسې مهال ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د يوې اوونۍ لپاره د «امام ابوحنيفه» ملي او نړيوال نندارتون په لاره اچولی و او په نړيواله توګه ګڼ توکې پکې نندارې ته وړاندې شوي وو.

