ډېر لوستل شوي

امریکا په ونزویلا کې د عملیاتو د نوي پړاو د پیل په درشل کې

د امريکا متحده ايالت په ونزویلا کې د عملیاتو د نوي پړاو د پیل لپاره چمتووالی نیسي. څلورو امریکایي چارواکو دغه خبر تأیید کړی او ویلي یې دي، چې دا پړاو به په راتلونکو ورځو کې عملي مراحل پیل کړي.
رويټرز ته دوو نورو چارواکو ټینګار کړی، چې د ارزونې پر بنسټ د ونزويلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د حکومت د کمزوري کولو یا ړنګولو هڅه هم د واشنګټن له احتمالي ټاکنو څخه ده.
سرچینې زیاتوي، چې د عملیاتو دقیق وخت او حدود لا نه دي روښانه، او هم نه ده معلومه چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستۍ پرېکړه شوې ده او که نه.
په همدې حال کې، په کاراییب سیمه کې د امریکایي ځواکونو تازه ځای پر ځای کېدو او د واشنګټن–کاراکاس اړیکو د خرابېدو له امله، د پوځي یا امنیتي اقداماتو د پراختيا په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
امریکایي چارواکي وايي، چې احتمالي پټ عملیات به د دې بهیر لومړی ګام وي.
واشنګټن ادعا کوي، چې مادورو د نشه‌يي توکو د قاچاق په شبکو کې رول لري او دا کار د امریکایي وګړو ژوند ګواښي.
خو مادورو دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د ټرمپ اداره هڅه کوي هغه له واکه لرې کړي. نوموړي ګواښ کړی، چې د ونزویلا خلک او پوځ به د هر بهرني اقدام پر وړاندې کلک مقاومت وکړي.

اړوند خبرونه