د ایران په شمالي ځنګلونو کې د پراخ اور له امله، د دغه هېواد د الیوشن دوو الوتکو، اوو هیليکوپټرو او نږدې ۴۰۰ کسانو تر هڅو سره-سره، تهران له ګاونډیو هېوادونو د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې او ترکیې د اور وژنې الوتکې سیمې ته لېږلې دي.
دا ځنګلونه چې د کسپین سمندرګي له اوږده ساحل څخه تر آذربایجان پورې غځېدلي، د یونیسکو په نړیوالو طبیعي اثارو کې شامل دي.
ویل کېږي چې د دې ځنګلونو عمر له ۲۵ تر ۵۰ میلیونو کلونو پورې رسېږي او شاوخوا ۳۲۰۰ ډول بېلابېل نباتات لري.
ایرنا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې دا اور د نومبر په پیل کې قابو شوی و، خو د نومبر له ۱۵مې بیا تازه شوی دی.
د ایران د ولسمشر مرستیال محمد جعفر قایم پناه ویلي، چې هېواد یې د اور د کنټرول لپاره د دوستانو هېوادونو بیړنۍ مرسته غوښتي او د ترکیې مرسته به د اور په مهارولو کې مهمه ونډه ولري.

