په څو شېبو کې به د افغانستان برېښنا شرکت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د برېښنا د پرچاوۍ په اړه معلوماتي کنفرانس پيل کړي.
د اميد راډيو خبريال چې دې کنفرانس کې يې ګډون کړی وايي، د دغه کنفرانس موخه د وروستیو پرچاويو د لاملونو تشریح، تخنیکي وضعیت روښانه کول او د خلکو د پوښتنو ځوابول بلل شوي دي. تمه کېږي چې د برېښنا شرکت مسوولین به د برېښنا د کمښت، د وارداتي لینونو وضعیت او د راتلونکو ورځو د وېش پلان په اړه وضاحت وړاندې کړي.

