ډېر لوستل شوي

د کالیفورنیا په شمال کې وسله‌واله بريد؛ ۴ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي

د امريکا د کاليفورنيا په شمال «استاکتن» ښار کې د یوې کورنۍ غونډې پر مهال د وسله‌وال بريد له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
امريکايي رسنيو د ځایي چارواکې هدر برنت په حواله دغه بريد هدفمند بللی او په وينا يې چې بريد کوونکی لا تر اوسه نه دی نيول شوی.
د ويلو ده، چې د دې بريدګر هويت او بريد عامل هم تر اوسه نه دی روښانه شوی.
یاد ښار د سکرامنتو له پلازمینې شاوخوا ۸۰ کیلومتره جنوب او د سان‌فرانسیسکو له شمال ختیځه خوا ۱۶۰ کیلومتره لرې موقعیت لري.

اړوند خبرونه